کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال شته

14 اسد 1402 ساعت 9:39

د اسلامي امارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې نن (شنبه، اسد ۱۴) د افغانستان په ۸ ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو امکان شته.


آوا - کابل: د دې وړاندوینې پر بنسټ، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونه به د اورښت او احتمالی سیلابونو شاهد وی.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د افغانستان په څوارلسو ولايتونو کې سيلابونو نږدې پنځوسو ته مرګ ژوبله اړولې وه، کرنيزو ځمکو او د خلکو کورونو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي وو.
 


د مطلب کود: 274266

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274266/د-هېواد-په-۸-ولایتونو-کې-سختو-بارانونو-او-سیلابونو-احتمال-شته

آوا
  https://www.avapress.com