دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 274266
د هېواد په ۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو احتمال شته
د اسلامي امارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې نن (شنبه، اسد ۱۴) د افغانستان په ۸ ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو امکان شته.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دې وړاندوینې پر بنسټ، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونه به د اورښت او احتمالی سیلابونو شاهد وی.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د افغانستان په څوارلسو ولايتونو کې سيلابونو نږدې پنځوسو ته مرګ ژوبله اړولې وه، کرنيزو ځمکو او د خلکو کورونو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي وو.
 
https://avapress.com/vdcce0qie2bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته