کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان په بېلابېلو مسلکونو کې روزلي دي

14 اسد 1402 ساعت 11:25

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې تر ۵۰۰ زرو ډېرو کسانو سره یې د حرفوي زده کړو له لارې مرسته کړې او ویلي یې دي، چې د مسلکونو د زده کړې له لارې به افغانان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل ټویټر اکاونټ کې د بادغیس د اوسېدونکې لیلا خبرې خپرې کړی چې ویلی یې دی، د خیاطۍ په زده کړه د خپلې کورنۍ ملاتړ کوی.
 
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د نویو مهارتونو زده کول به له ښځو سره مرسته وکړي چې ډیر عاید ترلاسه کړي.
 
تر دې مخکې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د پراخېدو خبرداری ورکړی و.
 


د مطلب کود: 274273

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274273/ملګرو-ملتونو-تر-۵۰۰-زرو-ډېر-کسان-په-بېلابېلو-مسلکونو-کې-روزلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com