دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 274273
ملګرو ملتونو تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان په بېلابېلو مسلکونو کې روزلي دي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې تر ۵۰۰ زرو ډېرو کسانو سره یې د حرفوي زده کړو له لارې مرسته کړې او ویلي یې دي، چې د مسلکونو د زده کړې له لارې به افغانان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپل ټویټر اکاونټ کې د بادغیس د اوسېدونکې لیلا خبرې خپرې کړی چې ویلی یې دی، د خیاطۍ په زده کړه د خپلې کورنۍ ملاتړ کوی.
 
د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د نویو مهارتونو زده کول به له ښځو سره مرسته وکړي چې ډیر عاید ترلاسه کړي.
 
تر دې مخکې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د پراخېدو خبرداری ورکړی و.
 
https://avapress.com/vdca0ynue49n0u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته