کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات ښاروالۍ له خوا له ښار څخه د ۲۵۰۰ متر مکعب کثافاتو راټولول

14 اسد 1402 ساعت 14:59

د هرات ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د دې رياست کارکوونکي هره اوونۍ په دوو شفټونو کې د هرات ښار له سطحې څخه ٢٥٠٠ متر مکعب کثافات راټولوي او خوندي ځاى ته يې لېږدوي او په تخنيکي او مسلکي ډول يې خښوي.


آوا - هرات: د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي، چې د دې ادارې کارکوونکي هره اونۍ د هرات ښار له سطحې څخه ۲۵۰۰ متره مکعبه کثافات په دوو شفتونو کې راټولوي.
 
د هغه په ​​وينا، دا اندازه کثافات د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا د ښار او پنځلسو ولسواليو له بېلابېلو سيمو څخه د استوګنې د کورونو، روغتيايي او سوداګريزو مرکزونو له دروازو راټولېږي او په ٣٥ کيلومتره واټن کې د موټرو په واسطه لېږدول کېږي.
 
ښاغلي ارمل زیاته کړه: په دې برخه کې د دې ادارې له خوا نږدې ۴۰۰ کسان په دندو ګمارل شوي دي.
 
نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې د پاک او سالم چاپېريال په ساتلو کې همکاري وکړي.
 
د هرات ښاروالۍ ویاند همداراز زیاته کړه، دوی پرېکړه کړې، چې په ښار کې د کثافاتو داسې ډنډونه نصب کړي، چې وچ او لوند کثافات سره بېل کړي.
 


د مطلب کود: 274296

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274296/د-هرات-ښاروالۍ-له-خوا-ښار-څخه-۲۵۰۰-متر-مکعب-کثافاتو-راټولول

آوا
  https://www.avapress.com