دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 274296
د هرات ښاروالۍ له خوا له ښار څخه د ۲۵۰۰ متر مکعب کثافاتو راټولول
د هرات ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د دې رياست کارکوونکي هره اوونۍ په دوو شفټونو کې د هرات ښار له سطحې څخه ٢٥٠٠ متر مکعب کثافات راټولوي او خوندي ځاى ته يې لېږدوي او په تخنيکي او مسلکي ډول يې خښوي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي، چې د دې ادارې کارکوونکي هره اونۍ د هرات ښار له سطحې څخه ۲۵۰۰ متره مکعبه کثافات په دوو شفتونو کې راټولوي.
 
د هغه په ​​وينا، دا اندازه کثافات د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا د ښار او پنځلسو ولسواليو له بېلابېلو سيمو څخه د استوګنې د کورونو، روغتيايي او سوداګريزو مرکزونو له دروازو راټولېږي او په ٣٥ کيلومتره واټن کې د موټرو په واسطه لېږدول کېږي.
 
ښاغلي ارمل زیاته کړه: په دې برخه کې د دې ادارې له خوا نږدې ۴۰۰ کسان په دندو ګمارل شوي دي.
 
نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې د پاک او سالم چاپېريال په ساتلو کې همکاري وکړي.
 
د هرات ښاروالۍ ویاند همداراز زیاته کړه، دوی پرېکړه کړې، چې په ښار کې د کثافاتو داسې ډنډونه نصب کړي، چې وچ او لوند کثافات سره بېل کړي.
 
https://avapress.com/vdcf1jd0vw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته