کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستان څخه زر تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

15 اسد 1402 ساعت 9:32

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو اونیو کې له پاکستانه څه باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د اسد د میاشتې له ۷ نیټې څخه تر ۱۲ نیټې پورې د ۹۲۱ افغان مهاجرینو په خپله خوښه او ۲۵ تنه له بند څخه تر خوشي کیدو وروسته د راستنیدو خبر ورکوي.
 
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت له دې وړاندې له ایران څخه هیواد ته د زرګونو افغان مهاجرینو د راستنیدو خبر ورکړی و.
 
په تېرو ورځو کې د پاکستاني چارواکو او داعش تر منځ له سیاسي کړکېچ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ډېره شوې ده.
 
دغه کډوال په داسې حال کې هېواد ته راستانه شوي چې په تېرو دوو کلونو کې سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
 


د مطلب کود: 274325

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274325/له-پاکستان-څخه-زر-تنه-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com