دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 274325
له پاکستان څخه زر تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو اونیو کې له پاکستانه څه باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د اسد د میاشتې له ۷ نیټې څخه تر ۱۲ نیټې پورې د ۹۲۱ افغان مهاجرینو په خپله خوښه او ۲۵ تنه له بند څخه تر خوشي کیدو وروسته د راستنیدو خبر ورکوي.
 
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت له دې وړاندې له ایران څخه هیواد ته د زرګونو افغان مهاجرینو د راستنیدو خبر ورکړی و.
 
په تېرو ورځو کې د پاکستاني چارواکو او داعش تر منځ له سیاسي کړکېچ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ډېره شوې ده.
 
دغه کډوال په داسې حال کې هېواد ته راستانه شوي چې په تېرو دوو کلونو کې سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcir5arwt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته