کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان سرې میاشتې ټولنې د هغو ماشومانو د درملنې لپاره چې د زړه سوري لري د برتانیا د همکارۍ غوښتنه وکړه

16 اسد 1402 ساعت 10:29

د اسلامي امارت د «افغاني سرې میاشتې» ټولنې مرستیال په دوحه کې د افغانستان لپاره د برتانیې له سفیر سره په کتنه کې وویل چې بریتانیا دې د زړه د سوري او رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې همکاري وکړي.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دغې ټولنې مرستیال نورالدین ترابي په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له سفیر رابرټ ډیکسن سره وکتل.
 
د برتانیې سفیر رابرټ ډیکسن د افغان سرې میاشتې ټولنې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
ویل کېږي چې دا مهال په هېواد کې زرګونه ماشومان د زړه په سوري اخته دي. پخوا به دغه ناروغان د درملنې لپاره بهر ته لېږدول کېدل، خو اوس په کابل کې هم درملنه کېږي.
 


د مطلب کود: 274390

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274390/د-افغان-سرې-میاشتې-ټولنې-هغو-ماشومانو-درملنې-لپاره-چې-زړه-سوري-لري-برتانیا-همکارۍ-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com