دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 274390
د افغان سرې میاشتې ټولنې د هغو ماشومانو د درملنې لپاره چې د زړه سوري لري د برتانیا د همکارۍ غوښتنه وکړه
د اسلامي امارت د «افغاني سرې میاشتې» ټولنې مرستیال په دوحه کې د افغانستان لپاره د برتانیې له سفیر سره په کتنه کې وویل چې بریتانیا دې د زړه د سوري او رواني ناروغانو د درملنې په برخه کې همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دغې ټولنې مرستیال نورالدین ترابي په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له سفیر رابرټ ډیکسن سره وکتل.
 
د برتانیې سفیر رابرټ ډیکسن د افغان سرې میاشتې ټولنې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
ویل کېږي چې دا مهال په هېواد کې زرګونه ماشومان د زړه په سوري اخته دي. پخوا به دغه ناروغان د درملنې لپاره بهر ته لېږدول کېدل، خو اوس په کابل کې هم درملنه کېږي.
 
https://avapress.com/vdcaoynuw49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته