کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال په سمنګان کې له ۳۲ زره ټنو څخه زیات خټکي او هندواڼې حاصل شوي دي

16 اسد 1402 ساعت 13:46

د سمنګان ولایت د کرنې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د خټکي او هندواڼو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې سږ کال به د دغو دوو مېوو حاصلات تر ۳۲ زره ټنو زیات وي.


آوا - مزارشریف: د سمنګان د کرنې ریاست د کرنې رییس عبدالخلیل کریمي نن دوشنبه (اسد ۱۶) آوا ته وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه ختکي او هندوانې کرل شوې، چې ۱۲۰۰ هکتاره خټکي کرل شوي دي او په ۵۷۰ هکتاره ځمکه هندواڼي کرل شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، د وړاندوينې له مخې به سږ کال په سمنګانو کې ٣٢٣٠٠ ټنه خټکي او هندواڼې حاصل شي.
 
کريمي زياته کړه، تېر کال په سمنګان کې د خټکيو او هندواڼو حاصلات ٢٨ زره ټنه وو او سږ کال يې حاصلات زياتوالى ښيي.
 
د سمنګان د کرنې رئیس وويل: خټکي او هندواڼې د دغه ولايت په ټولو سيمو کې کرل کېږي، خو تر ډېره په حضرت سلطان او دره صوفه ولسواليو کې کرل کېږي.
 
هغه ټینګار وکړ، چې سږ کال به له هر جریب څخه شاوخوا اووه ټنه حاصل ترلاسه شي.
 


د مطلب کود: 274405

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274405/سږ-کال-په-سمنګان-کې-له-۳۲-زره-ټنو-څخه-زیات-خټکي-او-هندواڼې-حاصل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com