دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 274405
سږ کال په سمنګان کې له ۳۲ زره ټنو څخه زیات خټکي او هندواڼې حاصل شوي دي
د سمنګان ولایت د کرنې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د خټکي او هندواڼو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې سږ کال به د دغو دوو مېوو حاصلات تر ۳۲ زره ټنو زیات وي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان د کرنې ریاست د کرنې رییس عبدالخلیل کریمي نن دوشنبه (اسد ۱۶) افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۲۵۰۰ هکتاره ځمکه ختکي او هندوانې کرل شوې، چې ۱۲۰۰ هکتاره خټکي کرل شوي دي او په ۵۷۰ هکتاره ځمکه هندواڼي کرل شوې دي.
 
د هغه په ​​وينا، د وړاندوينې له مخې به سږ کال په سمنګانو کې ٣٢٣٠٠ ټنه خټکي او هندواڼې حاصل شي.
 
کريمي زياته کړه، تېر کال په سمنګان کې د خټکيو او هندواڼو حاصلات ٢٨ زره ټنه وو او سږ کال يې حاصلات زياتوالى ښيي.
 
د سمنګان د کرنې رئیس وويل: خټکي او هندواڼې د دغه ولايت په ټولو سيمو کې کرل کېږي، خو تر ډېره په حضرت سلطان او دره صوفه ولسواليو کې کرل کېږي.
 
هغه ټینګار وکړ، چې سږ کال به له هر جریب څخه شاوخوا اووه ټنه حاصل ترلاسه شي.
 
https://avapress.com/vdchvknim23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته