کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غوریان د اوسپنې کان داوطلبی یوه ایرانۍ کمپنۍ وګټله

17 اسد 1402 ساعت 10:07

د دغه وزارت د اقتصادي مرستیال رسنیو دفتر اعلان وکړ چې د باختر فولاد شرکت چې ۴۹ سلنه ونډې یې د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاهان او پارس ریویټالیزیشن شرکتونو پورې اړه لري، د غوریان ولسوالۍ د اوسپنې د څلورم بلاک کان کېندنه وګټله.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې نن دوشنبه د اسد ۱۶مه خپره شوه، ویل شوی چې د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې څلور کانونه او د سرې کان یو بلاک په کې جوړ شوی دی.
 
دغه راز د وطن درخشان ایراني شرکت چې د آذران صنایعو تر څارنې لاندې فعالیت کوي، د غوریان د اوسپنې کان لومړی بلاک ګټلی دی.
 
په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې اړه مفصل معلومات او یاد شوي تړونونه باید په منظم ډول د اسلامي امارت مشر ته ورکړل شي.
 


د مطلب کود: 274444

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274444/د-غوریان-اوسپنې-کان-داوطلبی-یوه-ایرانۍ-کمپنۍ-وګټله

آوا
  https://www.avapress.com