دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 274444
د غوریان د اوسپنې کان داوطلبی یوه ایرانۍ کمپنۍ وګټله
د دغه وزارت د اقتصادي مرستیال رسنیو دفتر اعلان وکړ چې د باختر فولاد شرکت چې ۴۹ سلنه ونډې یې د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاهان او پارس ریویټالیزیشن شرکتونو پورې اړه لري، د غوریان ولسوالۍ د اوسپنې د څلورم بلاک کان کېندنه وګټله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې نن دوشنبه د اسد ۱۶مه خپره شوه، ویل شوی چې د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې څلور کانونه او د سرې کان یو بلاک په کې جوړ شوی دی.
 
دغه راز د وطن درخشان ایراني شرکت چې د آذران صنایعو تر څارنې لاندې فعالیت کوي، د غوریان د اوسپنې کان لومړی بلاک ګټلی دی.
 
په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې اړه مفصل معلومات او یاد شوي تړونونه باید په منظم ډول د اسلامي امارت مشر ته ورکړل شي.
 
https://avapress.com/vdcayynuy49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته