کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قطر چارواکو او د کډوالو نړیوال سازمان د افغان کډوالو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې وکړې

17 اسد 1402 ساعت 11:06

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د ملاتړ د لارو چارو په اړه د کډوالو د نړیوال سازمان له چارواکو سره د دغه وزارت د مرستیال د لیدنې خبر ورکړی دی.


آوا: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوة الخاطر د ایمان عریقات د کډوالو نړیوال سازمان رئیس سره په دغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د مرستې د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.
 
په دې کتنه کې لولوة الخاطر په قطر کې د کډوالو د نړيوال سازمان د رييس د رول له امله د افغانانو د ويستلو په بهيرکې  قدرداني وکړه.
 
وروسته له هغه چې اسلامي امارت د افغانستان واک تر لاسه کړ، قطر په افغانستان کې د زرګونو خطر لرونکو اشخاصو او پخوانیو بهرنیو پوځي همکارانو لپاره موقتي استوګنځایونه برابر کړل.
 
خو له قطر څخه د لېږدول شویو یا پاتې شویو کسانو کره شمېره په لاس کې نشته.
 
د یادولو وړ ده چې قطر له اسلامي امارت سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او له بیلابیلو اړخونو سره یې د اسلامي امارت د چارواکو د خبرو اترو کوربه توب کړی دی.
 


د مطلب کود: 274459

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274459/د-قطر-چارواکو-او-کډوالو-نړیوال-سازمان-افغان-ملاتړ-پر-لارو-چارو-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com