دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 274459
د قطر چارواکو او د کډوالو نړیوال سازمان د افغان کډوالو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې وکړې
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د ملاتړ د لارو چارو په اړه د کډوالو د نړیوال سازمان له چارواکو سره د دغه وزارت د مرستیال د لیدنې خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوة الخاطر د ایمان عریقات د کډوالو نړیوال سازمان رئیس سره په دغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د مرستې د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.
 
په دې کتنه کې لولوة الخاطر په قطر کې د کډوالو د نړيوال سازمان د رييس د رول له امله د افغانانو د ويستلو په بهيرکې  قدرداني وکړه.
 
وروسته له هغه چې اسلامي امارت د افغانستان واک تر لاسه کړ، قطر په افغانستان کې د زرګونو خطر لرونکو اشخاصو او پخوانیو بهرنیو پوځي همکارانو لپاره موقتي استوګنځایونه برابر کړل.
 
خو له قطر څخه د لېږدول شویو یا پاتې شویو کسانو کره شمېره په لاس کې نشته.
 
د یادولو وړ ده چې قطر له اسلامي امارت سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او له بیلابیلو اړخونو سره یې د اسلامي امارت د چارواکو د خبرو اترو کوربه توب کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcgnt9xyak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته