کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بغلان پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي

18 اسد 1402 ساعت 13:47

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د خانجان ولسوالۍ پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.


آوا: د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند شیر احمد برهانی آوا ته وویل چې دغه پیښه نن سهار (چهارشنبه، اسد ۱۸) د دغه ولایت د ګذرې نهم په سیمه کې د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کیدو له امله رامنځ ته شوه.
 
د هغه په ​​وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه موټر له پلخمري څخه د کابل پر لور روان و.
 
برهاني د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي وبلله.
 
په همدې حال کې د بغلان لویه لاره د هېواد په کچه یوه له خونړیو ترافیکي لارو څخه ده چې تل د ترافیکي پېښو شاهده وي.
 


د مطلب کود: 274542

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274542/د-بغلان-پر-لويه-لاره-يوې-ترافيکي-پېښې-له-امله-يو-تن-وژل-شوى-او-څلور-نور-ټپيان-دي

آوا
  https://www.avapress.com