دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 274542
د بغلان پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او څلور نور ټپيان دي
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د خانجان ولسوالۍ پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند شیر احمد برهانی افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې دغه پیښه نن سهار (چهارشنبه، اسد ۱۸) د دغه ولایت د ګذرې نهم په سیمه کې د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کیدو له امله رامنځ ته شوه.
 
د هغه په ​​وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه موټر له پلخمري څخه د کابل پر لور روان و.
 
برهاني د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي وبلله.
 
په همدې حال کې د بغلان لویه لاره د هېواد په کچه یوه له خونړیو ترافیکي لارو څخه ده چې تل د ترافیکي پېښو شاهده وي.
 
https://avapress.com/vdcjxxe88uqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته