کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

19 اسد 1402 ساعت 8:40

د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د پلازمېنې په پنځو ولسوالیو کې یې د پېسو په مقابل کې د کار د پروژو په پیلولو سره پنځلس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.


آوا - د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د کابل په پنځو ولسوالیو کې یې د پیسو په بدل کې د کار د پروژو په پیلولو سره څه باندې پنځلس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دې خبر په خپرولو سره وايي، چې د پیسو په بدل کې د کار د پروژو په چوکاټ کې د ناروې د کمېټې په همکارۍ په لاره اچول شوې دي.
 
د کرنې وزارت وايي، دغه پروژې په خاک جبار، سروبي، شکر دره، ستالف او پغمان ولسوالیو کې پیل شوې دي.
 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې هر کارګر ته د میاشتې ۸۵۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي.
 


د مطلب کود: 274579

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274579/په-کابل-کې-۱۵-زره-کسانو-ته-د-کار-زمینه-برابره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com