دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۰
د مطلب کود : 274579
په کابل کې ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه
د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د پلازمېنې په پنځو ولسوالیو کې یې د پېسو په مقابل کې د کار د پروژو په پیلولو سره پنځلس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د کابل په پنځو ولسوالیو کې یې د پیسو په بدل کې د کار د پروژو په پیلولو سره څه باندې پنځلس زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دې خبر په خپرولو سره وايي، چې د پیسو په بدل کې د کار د پروژو په چوکاټ کې د ناروې د کمېټې په همکارۍ په لاره اچول شوې دي.
 
د کرنې وزارت وايي، دغه پروژې په خاک جبار، سروبي، شکر دره، ستالف او پغمان ولسوالیو کې پیل شوې دي.
 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې هر کارګر ته د میاشتې ۸۵۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjaxe8huqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته