کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو لسو میاشتو کې په ننګرهار ولایت کې د ۴۸ زره ټنه لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده

19 اسد 1402 ساعت 9:34

د ننګرهار د سرسبزی ریاست چارواکي وايي، په تېرو لسو میاشتو کې یې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له ځنګلونو څخه د ۴۸ زره ټنه لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (اسد ۱۸) په یوه راپور کې ویلی چې د ۴۸ زره ټنه لرګیو د قاچاق د مخنیوی ترڅنګ د ۶۰۰ پرې شویو ونو د قاچاق مخه هم نیول شوې ده. .
 
که څه هم دغه دفتر د دغه اندازه لرګیو د ځای پر ځای کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېرو وختونو کې پاکستان له افغانستانه د لرګیو د قاچاق یو له اصلي ځایونو څخه و.
 
د ننګرهار د شنې خونې مسوولین وايي، په دې ولایت کې د ځنګلونو د وهلو او قاچاق مخه یې جدي نیولې ده.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د اسلامي امارت سرپرست حکومت د هیواد له ځنګلونو څخه د لرګیو په قاچاق او پرې کولو بندیز لګولی دی.
 


د مطلب کود: 274591

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274591/په-تېرو-لسو-میاشتو-کې-ننګرهار-ولایت-د-۴۸-زره-ټنه-لرګیو-قاچاق-مخه-نیول-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com