دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۴
د مطلب کود : 274591
په تېرو لسو میاشتو کې په ننګرهار ولایت کې د ۴۸ زره ټنه لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده
د ننګرهار د سرسبزی ریاست چارواکي وايي، په تېرو لسو میاشتو کې یې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې له ځنګلونو څخه د ۴۸ زره ټنه لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (اسد ۱۸) په یوه راپور کې ویلی چې د ۴۸ زره ټنه لرګیو د قاچاق د مخنیوی ترڅنګ د ۶۰۰ پرې شویو ونو د قاچاق مخه هم نیول شوې ده. .
 
که څه هم دغه دفتر د دغه اندازه لرګیو د ځای پر ځای کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېرو وختونو کې پاکستان له افغانستانه د لرګیو د قاچاق یو له اصلي ځایونو څخه و.
 
د ننګرهار د شنې خونې مسوولین وايي، په دې ولایت کې د ځنګلونو د وهلو او قاچاق مخه یې جدي نیولې ده.
 
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د اسلامي امارت سرپرست حکومت د هیواد له ځنګلونو څخه د لرګیو په قاچاق او پرې کولو بندیز لګولی دی.
 
https://avapress.com/vdcdno0xfyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته