کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر پرانیستل شو

19 اسد 1402 ساعت 10:05

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) له نږدې دوه کلونو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې خپل دفتر پرانیست.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر نن چهارشنبه د اسد ۱۸ مه د کابل په هوایي ډګر کې پرانیستل شو.
 
په اعلامیه کې ویل شوي، چې له اوس څخه به د الوتنو له لارې د راستنیدونکو ثبتول په ګډه ترسره کیږي.
 
تر اوسه معلومه نه ده چې د کډوالو نړیوال سازمان له راستنیدونکو افغانانو سره مالي مرسته کوي او که نه.
 
د کابل په هوايي ډګر کې د دې ادارې دفتر په کابل کې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ پر مهال سخت ویجاړ شوی و چې اوس له بیارغونې وروسته فعال شوی دی.
 


د مطلب کود: 274600

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274600/په-کابل-کې-د-کډوالو-نړیوال-سازمان-دفتر-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com