دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 274600
په کابل کې د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر پرانیستل شو
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) له نږدې دوه کلونو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې خپل دفتر پرانیست.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر نن چهارشنبه د اسد ۱۸ مه د کابل په هوایي ډګر کې پرانیستل شو.
 
په اعلامیه کې ویل شوي، چې له اوس څخه به د الوتنو له لارې د راستنیدونکو ثبتول په ګډه ترسره کیږي.
 
تر اوسه معلومه نه ده چې د کډوالو نړیوال سازمان له راستنیدونکو افغانانو سره مالي مرسته کوي او که نه.
 
د کابل په هوايي ډګر کې د دې ادارې دفتر په کابل کې د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ پر مهال سخت ویجاړ شوی و چې اوس له بیارغونې وروسته فعال شوی دی.
 
https://avapress.com/vdce7e8w7jh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته