کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا اداري مرستیال: پوهنې ته لاسرسی د خلکو اساسي حق دی

21 اسد 1402 ساعت 13:08

د رئیس الوزرا اداري مرستیال د جوزجان ولایت له علماوو سره په کتنه کې، تعلیم ته لاس رسی د خلکو اساسي حق وباله او ویې ویل، اسلامي امارت د تعلیم او تربیې په برخه کې د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د علماوو او د اسلامی امارت د یو شمېر غړو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دوی د جوزجان د خلکو د ټولنیزو، امنیتي او اقتصادي ستونزو په اړه د رئیس الوزرا اداري مرستیال ته معلومات وړاندې کړل او د پوهنې، دیني مدرسو، روغتیا ریاست او ترانسپورت په اړه یې خبرې وکړې او له مسوولینو څخه یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
 
مولوي عبدالسلام حنفي د اشغالګرو پر وړاندې په جهاد او د اسلامي نظام په تاسيس کې د علماوو او مجاهدينو رول وستايه.
 
هغه وويل، علماء د اسلامي نظام د بنسټونو د پياوړتيا مسووليت لري.
 
د رئیس الوزرا اداري مرستیال تعلیم، ترانسپورت او روغتیا ته لاس رسی د خلکو حق وباله او ویې ویل، اسلامي امارت تر خپله وسه هڅه کوي چې پورته یادو ستونزو ته رسیدګي وکړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.
 


د مطلب کود: 274672

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274672/د-رئیس-الوزرا-اداري-مرستیال-پوهنې-ته-لاسرسی-خلکو-اساسي-حق-دی

آوا
  https://www.avapress.com