دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 274672
د رئیس الوزرا اداري مرستیال: پوهنې ته لاسرسی د خلکو اساسي حق دی
د رئیس الوزرا اداري مرستیال د جوزجان ولایت له علماوو سره په کتنه کې، تعلیم ته لاس رسی د خلکو اساسي حق وباله او ویې ویل، اسلامي امارت د تعلیم او تربیې په برخه کې د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د علماوو او د اسلامی امارت د یو شمېر غړو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دوی د جوزجان د خلکو د ټولنیزو، امنیتي او اقتصادي ستونزو په اړه د رئیس الوزرا اداري مرستیال ته معلومات وړاندې کړل او د پوهنې، دیني مدرسو، روغتیا ریاست او ترانسپورت په اړه یې خبرې وکړې او له مسوولینو څخه یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
 
مولوي عبدالسلام حنفي د اشغالګرو پر وړاندې په جهاد او د اسلامي نظام په تاسيس کې د علماوو او مجاهدينو رول وستايه.
 
هغه وويل، علماء د اسلامي نظام د بنسټونو د پياوړتيا مسووليت لري.
 
د رئیس الوزرا اداري مرستیال تعلیم، ترانسپورت او روغتیا ته لاس رسی د خلکو حق وباله او ویې ویل، اسلامي امارت تر خپله وسه هڅه کوي چې پورته یادو ستونزو ته رسیدګي وکړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcd5o0xxyt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته