کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو دریو میاشتو کې د غالیو صادرات ۳۰ سلنه زیات شوي دي

23 اسد 1402 ساعت 9:01

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په تیرو دریو میاشتو کې د ملي غالیو په صادراتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، د حمل له میاشتې څخه تر سرطان میاشتې پورې د څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ ترکیې، امریکا، متحده عربي امارات، ایټالیا او ازبکستان ته صادرې شوې دي.
 
د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد وويل، چې د ١٤٠٢ کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د غاليو صادرات څه باندې ٢٦٠ متره مربع وو او ټول پولي ارزښت يې څلور ميليونه ٤٧٠ زره امريکايي ډالرو ته رسېده.
 
بل خوا د غاليو يو شمېر صادروونکي وايي، چې له هېواده يې اروپايي او امريکايي هېوادونو ته د غاليو مستقيم صادرات زيات شوي دي.
 


د مطلب کود: 274789

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274789/په-تیرو-دریو-میاشتو-کې-د-غالیو-صادرات-۳۰-سلنه-زیات-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com