دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 274789
په تیرو دریو میاشتو کې د غالیو صادرات ۳۰ سلنه زیات شوي دي
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په تیرو دریو میاشتو کې د ملي غالیو په صادراتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، د حمل له میاشتې څخه تر سرطان میاشتې پورې د څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ ترکیې، امریکا، متحده عربي امارات، ایټالیا او ازبکستان ته صادرې شوې دي.
 
د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد وويل، چې د ١٤٠٢ کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د غاليو صادرات څه باندې ٢٦٠ متره مربع وو او ټول پولي ارزښت يې څلور ميليونه ٤٧٠ زره امريکايي ډالرو ته رسېده.
 
بل خوا د غاليو يو شمېر صادروونکي وايي، چې له هېواده يې اروپايي او امريکايي هېوادونو ته د غاليو مستقيم صادرات زيات شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcc40qio2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته