کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د بي اسنادو موټرونو د ثبت او قانوني کېدو نېټه وغځول شي

23 اسد 1402 ساعت 9:20

په غزني ولایت کې د موټرو چلوونکو د دغه ولایت د ترافیکو له ریاست څخه د اسنادو پرته د موټرو د ثبت او قانوني کولو د مودې د غځولو غوښتنه کړې ده.


آوا - غزني: د موټرو چلوونکي وايي، د موټرو د ثبت لپاره ټاکل شوې نېټه کافي نه ده او زرګونه موټرې لا هم له اسنادو پرته پاتې دي.
 
د تمدن ټلویزیون د راپور له مخې، د غزني د ترافیکو ریاست مسوولین وايي، د موټرو مالکانو ته یې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره پنځه میاشتې وخت ورکړی او له دې وروسته به بې اسنادو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
 
د غزني د ترافيکو رياست د شمېرو پر بنسټ، د دغه رياست له لوري څه باندې شل زره موټر په قانوني توګه راجستر شوي او ډېر ژر به د جواز سیرونو د وېش لړۍ پيل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې له څو مياشتو راهيسې په ټول هېواد کې له اسنادو پرته د موټرو د ثبت او قانوني کولو لړۍ پيل شوې او لا هم روانه ده.
 


د مطلب کود: 274795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274795/په-غزني-کې-د-بي-اسنادو-موټرونو-ثبت-او-قانوني-کېدو-نېټه-وغځول-شي

آوا
  https://www.avapress.com