دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 274795
په غزني کې د بي اسنادو موټرونو د ثبت او قانوني کېدو نېټه وغځول شي
په غزني ولایت کې د موټرو چلوونکو د دغه ولایت د ترافیکو له ریاست څخه د اسنادو پرته د موټرو د ثبت او قانوني کولو د مودې د غځولو غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: د موټرو چلوونکي وايي، د موټرو د ثبت لپاره ټاکل شوې نېټه کافي نه ده او زرګونه موټرې لا هم له اسنادو پرته پاتې دي.
 
د تمدن ټلویزیون د راپور له مخې، د غزني د ترافیکو ریاست مسوولین وايي، د موټرو مالکانو ته یې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره پنځه میاشتې وخت ورکړی او له دې وروسته به بې اسنادو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
 
د غزني د ترافيکو رياست د شمېرو پر بنسټ، د دغه رياست له لوري څه باندې شل زره موټر په قانوني توګه راجستر شوي او ډېر ژر به د جواز سیرونو د وېش لړۍ پيل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې له څو مياشتو راهيسې په ټول هېواد کې له اسنادو پرته د موټرو د ثبت او قانوني کولو لړۍ پيل شوې او لا هم روانه ده.
 
https://avapress.com/vdcjhxe8iuqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته