کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان کې سلګونو بې ځایه شویو ته دایمي سرپناه جوړیږي

23 اسد 1402 ساعت 13:02

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان وکړ چې په لغمان ولایت کې به د بې ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره ۳۲۵ دایمي سرپناهونه جوړ کړي.


آوا - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه مېشت ځایونه به په الیشنګ، الینګار، دولتشاه او مهترلام ولسوالیو کې جوړ شي.
 
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دغو کورونو د جوړولو د لګښت په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه سازمان له خپلو ملاتړ کوونکو مننه کړې ده.
 
باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په رامنځته کیدو او د جګړو په پای ته رسیدو سره اکثره بې ځایه شوي خلک خپلو اصلي ځایونو ته ستانه شوي دي.
 


د مطلب کود: 274812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274812/په-لغمان-کې-سلګونو-بې-ځایه-شویو-ته-دایمي-سرپناه-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com