دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 274812
په لغمان کې سلګونو بې ځایه شویو ته دایمي سرپناه جوړیږي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان وکړ چې په لغمان ولایت کې به د بې ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره ۳۲۵ دایمي سرپناهونه جوړ کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه مېشت ځایونه به په الیشنګ، الینګار، دولتشاه او مهترلام ولسوالیو کې جوړ شي.
 
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دغو کورونو د جوړولو د لګښت په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه سازمان له خپلو ملاتړ کوونکو مننه کړې ده.
 
باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په رامنځته کیدو او د جګړو په پای ته رسیدو سره اکثره بې ځایه شوي خلک خپلو اصلي ځایونو ته ستانه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjvxe88uqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته