کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران څخه په یوه ورځ کې څه باندې دوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي

24 اسد 1402 ساعت 9:36

د اسلام قلعه پولي د سرحدي ځواکونو قوماندان وويل چې يوازې تېره یکشنبه (اسد ٢٢) دوه زره او ٥٤٤ تنه کډوال د ايران له اسلامي جمهوريت څخه هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا: د هېواد په لوېدیځ کې د هرات ولایت د قلعه اسلام د سرحدي پولیسو قوماندان وايي چې د یادو کسانو له جملې څخه ۹۳۹ تنه د کډوالو د نړیوال سازمان د نمایندګۍ دفتر ته ورپېژندل شوي دي، ترڅو خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی و، چې هره ورځ له ایران څخه هېواد ته په لوی شمېر کډوال راستنېږي.
 


د مطلب کود: 274863

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274863/له-ایران-څخه-په-یوه-ورځ-کې-څه-باندې-دوه-زره-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com