دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 274863
له ایران څخه په یوه ورځ کې څه باندې دوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي
د اسلام قلعه پولي د سرحدي ځواکونو قوماندان وويل چې يوازې تېره یکشنبه (اسد ٢٢) دوه زره او ٥٤٤ تنه کډوال د ايران له اسلامي جمهوريت څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد په لوېدیځ کې د هرات ولایت د قلعه اسلام د سرحدي پولیسو قوماندان وايي چې د یادو کسانو له جملې څخه ۹۳۹ تنه د کډوالو د نړیوال سازمان د نمایندګۍ دفتر ته ورپېژندل شوي دي، ترڅو خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی و، چې هره ورځ له ایران څخه هېواد ته په لوی شمېر کډوال راستنېږي.
 
https://avapress.com/vdcfvjd0mw6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته