کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اته تنه مړه او ټپيان شول

24 اسد 1402 ساعت 14:31

د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د ایبک ښار په «جیل دره» سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.


آوا - مزارشریف: د سمنګان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو کرولا موټر له سړکه واوښت.
 
د دوی په وینا په دې پېښه کې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه مړه شوي دي.
 
د سمنګانو د ولايتي روغتون رييس سيد عثمان حميدي وويل، چې ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي او د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
 
د موټر چلوونکي بې احتیاطي او زیات سرعت د دې پېښې اصلي لاملونه بلل شوي دي.
 


د مطلب کود: 274889

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274889/په-سمنګان-کې-د-يوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-اته-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com