دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 274889
په سمنګان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اته تنه مړه او ټپيان شول
د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د ایبک ښار په «جیل دره» سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو کرولا موټر له سړکه واوښت.
 
د دوی په وینا په دې پېښه کې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه مړه شوي دي.
 
د سمنګانو د ولايتي روغتون رييس سيد عثمان حميدي وويل، چې ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي او د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
 
د موټر چلوونکي بې احتیاطي او زیات سرعت د دې پېښې اصلي لاملونه بلل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdjo0xnyt05j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته