کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زده کړه د ښځو او نارینه وو حق دی

24 اسد 1402 ساعت 15:26

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وايي، چې زده کړه د نارينه او ښځو حق دى، خو دا مني، چې په دې اړه د علماوو تر منځ اختلاف شته.


آوا: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د اسلامي امارت د واک ته د رسیدو د دوهمې کلیزې په مناسبت له الجزیرې تلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې زده کړه د ښځو او نارينه وو حق دى، خو دا مني چې په دې اړه د علماوو اختلاف دى.
 
ښاغلي ستانکزي د دې په څرګندولو سره چې اسلامي امارت د ښځو له تعلیم سره مخالف نه دی او تعلیم د ښځو او نارینه وو حق دی، ټینګار وکړ چې د افکارو په یووالي سره به د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانستل شي، خو دا مسئله وخت نیسي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو سره سم د نجونو تعلیمي مرکزونه تړل شوي دي.
 


د مطلب کود: 274900

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274900/زده-کړه-د-ښځو-او-نارینه-وو-حق-دی

آوا
  https://www.avapress.com