دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 274900
زده کړه د ښځو او نارینه وو حق دی
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وايي، چې زده کړه د نارينه او ښځو حق دى، خو دا مني، چې په دې اړه د علماوو تر منځ اختلاف شته.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د اسلامي امارت د واک ته د رسیدو د دوهمې کلیزې په مناسبت له الجزیرې تلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې زده کړه د ښځو او نارينه وو حق دى، خو دا مني چې په دې اړه د علماوو اختلاف دى.
 
ښاغلي ستانکزي د دې په څرګندولو سره چې اسلامي امارت د ښځو له تعلیم سره مخالف نه دی او تعلیم د ښځو او نارینه وو حق دی، ټینګار وکړ چې د افکارو په یووالي سره به د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانستل شي، خو دا مسئله وخت نیسي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو سره سم د نجونو تعلیمي مرکزونه تړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdchvkniv23nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته