کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره د ایران د سفیر په کتنه کې د افغانستان په اړه د ګډ کار دوام

25 اسد 1402 ساعت 9:39

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې له ایران سره په بشري برخو کې د ګډو کاري ډلو پر جوړولو ټینګار وکړ.


آوا - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې په افغانستان کې د اسلامی همکارۍ سازمان له ځانګړی استازی طارق علی بخیت سره یې وکتل.
 
په دغه کتنه کښې حسن کاظمی قمی د سیمه ایزو نوښتونو په تیره بیا د افغانستان د ګاونډیانو د ملاتړ لپاره د اسلامی هیوادونو په ضرورت او دغه راز د افغان کډوالو په هکله په بشری برخو کښې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ګډو ډلو په جوړولو خبرې وکړې.
 
په دغه کتنه کښې د ایران سفیر زیاته کړه چې د افغانستان د مشکلاتو په حل کښې د اسلامی نړۍ د علماو رول ته په پام سره له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې له دغه هیواد سره د اسلامی هیوادونو د ملګرتیاو په ضرورت ټینګار وکړ.
 
په دغه ټويټ کې د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د ځانګړي استازي طارق علي بخیت د څرګندونو په اړه څه نه دي ويل شوي.
 


د مطلب کود: 274935

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274935/د-اسلامي-همکاریو-سازمان-له-استازي-سره-ایران-سفیر-په-کتنه-کې-افغانستان-اړه-ګډ-کار-دوام

آوا
  https://www.avapress.com