دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 274935
د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره د ایران د سفیر په کتنه کې د افغانستان په اړه د ګډ کار دوام
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کتنه کې له ایران سره په بشري برخو کې د ګډو کاري ډلو پر جوړولو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې په افغانستان کې د اسلامی همکارۍ سازمان له ځانګړی استازی طارق علی بخیت سره یې وکتل.
 
په دغه کتنه کښې حسن کاظمی قمی د سیمه ایزو نوښتونو په تیره بیا د افغانستان د ګاونډیانو د ملاتړ لپاره د اسلامی هیوادونو په ضرورت او دغه راز د افغان کډوالو په هکله په بشری برخو کښې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ګډو ډلو په جوړولو خبرې وکړې.
 
په دغه کتنه کښې د ایران سفیر زیاته کړه چې د افغانستان د مشکلاتو په حل کښې د اسلامی نړۍ د علماو رول ته په پام سره له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې له دغه هیواد سره د اسلامی هیوادونو د ملګرتیاو په ضرورت ټینګار وکړ.
 
په دغه ټويټ کې د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د ځانګړي استازي طارق علي بخیت د څرګندونو په اړه څه نه دي ويل شوي.
 
https://avapress.com/vdcfmjd0tw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته