کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ستندرد ملي اداره: له فراه ولایت څخه ایران ته د تېلو ۷۴ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه راستانه شول

25 اسد 1402 ساعت 13:50

د اسلامي امارت د ملي سټنډرډ ادارې په تیرو لسو ورځو کې د فراه ولایت له میل ۷۸ پولې څخه ایران ته د ۷۴ ټیټ کیفیت تېلو ټانکرونو د راستنېدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د سټنډرډ ملي ادارې نن (چهارشنبه، اسد ۲۵) په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې په تیرو لسو ورځو کې یې د میل ۷۸ پولې څخه ۷۴ ټیټ کیفیت لرونکي تېل وړونکي ټانکرونه بیرته استولي دی.
 
دې ادارې ویلي دي چې هیواد ته د ټیټ کیفیت تیلو د داخلیدو مخه نیسي.
 
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت د ملي سټنډرډ ادارې ازبکستان ته د ۶۷ ټیټ کیفیت تیلو واګونونو د راستانه کړ.
 
د اسلامي امارت له جوړېدو راهیسې، د سټنډرډ ملي ادارې په زرګونو د ټیټ کیفیت د تیلو واګونونه بیرته صادرونکو هیوادونو ته استولي دي.
 


د مطلب کود: 274957

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274957/د-ستندرد-ملي-اداره-له-فراه-ولایت-څخه-ایران-ته-تېلو-۷۴-ټیټ-کیفیت-لرونکي-ټانکرونه-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com