دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 274957
د ستندرد ملي اداره: له فراه ولایت څخه ایران ته د تېلو ۷۴ ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه راستانه شول
د اسلامي امارت د ملي سټنډرډ ادارې په تیرو لسو ورځو کې د فراه ولایت له میل ۷۸ پولې څخه ایران ته د ۷۴ ټیټ کیفیت تېلو ټانکرونو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د سټنډرډ ملي ادارې نن (چهارشنبه، اسد ۲۵) په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې په تیرو لسو ورځو کې یې د میل ۷۸ پولې څخه ۷۴ ټیټ کیفیت لرونکي تېل وړونکي ټانکرونه بیرته استولي دی.
 
دې ادارې ویلي دي چې هیواد ته د ټیټ کیفیت تیلو د داخلیدو مخه نیسي.
 
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت د ملي سټنډرډ ادارې ازبکستان ته د ۶۷ ټیټ کیفیت تیلو واګونونو د راستانه کړ.
 
د اسلامي امارت له جوړېدو راهیسې، د سټنډرډ ملي ادارې په زرګونو د ټیټ کیفیت د تیلو واګونونه بیرته صادرونکو هیوادونو ته استولي دي.
 
https://avapress.com/vdcjixe8auqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته