کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې په نشه يي توکو د ٦٠ روږدو کسانو درملنه وشوه

26 اسد 1402 ساعت 15:16

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، په نشه يي توکو ۶۰ روږدي له درملنې وروسته خپلو کورونو ته تللي دي.


آوا - مزارشریف: د بغلان د امنیې قوماندانۍ د چارواکو د معلوماتو له مخې، په نشه یی توکو ۶۰ روږدي له ۴۵ ورځو درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
 
د بغلان د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد نبي کامران د دوی کورنیو ته وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې په ۱۶ دورو کې په بغلان کې د ۳۱۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
 
نوموړي دا هم وويل، چې سږ کال د بغلان په ١٤ ولسواليو کې ټول کوکنار له منځه وړل شوي، چې د ١٤٧٠ هکتاره ځمکې معادل کېږي.
 


د مطلب کود: 275036

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275036/په-بغلان-کې-نشه-يي-توکو-د-٦٠-روږدو-کسانو-درملنه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com