دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 275036
په بغلان کې په نشه يي توکو د ٦٠ روږدو کسانو درملنه وشوه
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، په نشه يي توکو ۶۰ روږدي له درملنې وروسته خپلو کورونو ته تللي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د امنیې قوماندانۍ د چارواکو د معلوماتو له مخې، په نشه یی توکو ۶۰ روږدي له ۴۵ ورځو درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
 
د بغلان د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد نبي کامران د دوی کورنیو ته وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې په ۱۶ دورو کې په بغلان کې د ۳۱۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
 
نوموړي دا هم وويل، چې سږ کال د بغلان په ١٤ ولسواليو کې ټول کوکنار له منځه وړل شوي، چې د ١٤٧٠ هکتاره ځمکې معادل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcipwarqt1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته