کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شهاب الدین دلاور: اسلامي امارت د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې واک ته ورسېد

27 اسد 1402 ساعت 14:22

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د امریکا د ماتې او واک ته د اسلامي امارت د راتګ د کلیزې په مناسبت وویل چې طالبان د افغانانو تر منځ له خبرو اترو وروسته واک ته ورسېدل.


آوا - کابل: دلاور وايي چې د جمهوري ریاست له سقوط مخکې په افغانستان کې د طالبانو جګړې امریکا دې ته اړ کړه چې خبرې اترې پیل کړي.
 
ښاغلي دلاوري وویل: "جګړې امریکایان دې ته اړ کړل چې له موږ سره خبرې وکړي. جګړه چې د جهاد په معنی ده، هغوی دې ته اړ کړل چې له افغانستانه د وتلو لاره ومومي."
 
د یادولو وړ ده چې د اسد ۴۳ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو کلیزه په هیواد کې د عمومي رخصتي په توګه بلل کیږي.


د مطلب کود: 275069

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275069/شهاب-الدین-دلاور-اسلامي-امارت-د-افغانانو-ترمنځ-مذاکراتو-په-پایله-کې-واک-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com