دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 275069
شهاب الدین دلاور: اسلامي امارت د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې واک ته ورسېد
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د امریکا د ماتې او واک ته د اسلامي امارت د راتګ د کلیزې په مناسبت وویل چې طالبان د افغانانو تر منځ له خبرو اترو وروسته واک ته ورسېدل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دلاور وايي چې د جمهوري ریاست له سقوط مخکې په افغانستان کې د طالبانو جګړې امریکا دې ته اړ کړه چې خبرې اترې پیل کړي.
 
ښاغلي دلاوري وویل: "جګړې امریکایان دې ته اړ کړل چې له موږ سره خبرې وکړي. جګړه چې د جهاد په معنی ده، هغوی دې ته اړ کړل چې له افغانستانه د وتلو لاره ومومي."
 
د یادولو وړ ده چې د اسد ۴۳ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو کلیزه په هیواد کې د عمومي رخصتي په توګه بلل کیږي.
https://avapress.com/vdcepn8wojh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته