دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 290895
پاکستان ۲۳ افغان بندیان خوشې کړل
په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د کونسلګرۍ د هڅو په نتیجه کې د سندهـ له زندانونو د ۲۳ افغانانو د خوشي کولو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسل عبدالجبار تخاري وايي، چې د دې کونسلګرۍ په هڅو د یوه ماشوم په ګډون ۲۳ تنه افغانان د سنده ایالت له زندانونو راخوشې شوي دي.

د ښاغلي تخاري په وینا دا مهال د سنده په زندانونو کې شاوخوا څلویښت افغانان بندیان دي او د خوشي کولو هڅې یې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په هغه هېواد کې د افغانستان د سفارت په هڅو د پاکستان له زندانونو یو شمېر بندیان خوشي شوي وو.
https://avapress.com/vdci3uarwt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته