دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 290903
په ننګرهار کې د تندر او بریښنا له امله درې تنه  مړه شوي دي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دې ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د برېښنا او تندر د لګېدو له امله درې تنه مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د اسلامي امارت د ویاند مرستیال عبدالبصیر زابلي وايي، دغه پېښه تېره شپه د شیرزاد ولسوالی په ګندمک سیمه د "خوتي" په کلي کې رامنځته شوې ده. 

د هغه په ​​وينا، په دې سيمه کې پر يوه کور د بندر ولګېد، چې له امله يې د يوې کورنۍ دوه غړي له مېلمه سره لومړى ټپيان شول او بيا په روغتون کې ساه ورکړه.

د روان کال په پسرلي کې په ولایتونو کې د تندر او بریښنا د مرګ ژوبلې زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې بارانونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
https://avapress.com/vdciuuarpt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته