دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 290915
د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سخت اورښت د احتمال خبرداری ورکړ
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست اعلان کړى، چې د هېواد په پنځو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې د ورښتونو او تېزو سيلابونو د ورېدو احتمال شته.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، نن (شنبه، د جوزا ۵ مه) د بدخشان، تخار، کندز، سمنګان، بغلان ولایتونو او سالنګ کې د ورښتونو او تېزو سيلابونو د راوتلو وړاندوینه ګړي ده.

د هوا پېژندنې ادارې له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې د باران اټکل کړی دی.

دغه رياست زياته کړه چې په لويديځو، جنوبي او مرکزي ولايتونو کې د سختو بادونو امکان شته چې په بېلابېلو ځايونو کې يې سرعت په ساعت کې له ٣٠ څخه تر ٨٠ کيلومترو پورې اټکل شوى دى.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د اورښتونو له امله ولسي وګړو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
https://avapress.com/vdcb8gb5srhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته