افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په غزني کې د لسو بندونو د جوړولو خبر ورکوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بندونه د زرګونو متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
د دغو بندونو په جوړېدو سره به په احتمالي سېلابونو کې د عامه تاسيساتو د تخريب د مخنيوي تر څنګ په زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم اوبه شي.
د غزني عامو خلکو او بزګرانو د اسلامي امارت د دغه اقدام هرکلی کړی او دا یې د دوی د هوساینې او د کرنې د سمسورتیا لامل بولي.